18
الخميس, تموز

د ۷،۳ میلیارډ افغانیو په ارزښت د دوشي-بامیان د برېښنا مزې او ۱۱ نور قراردادونه منظور شول

Typography

د افغانستان د ملي تدارکاتو کمېسیون د وروستي غونډې په لړ کې د ۷،۳ میلیارډ افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو لپاره تړونونه منظور کړل. (ارشیف انځور: په افغانستان کې د امریکا نړیواله پراختیایي اداره)


د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غنی په مشرۍ د ملي تدارکاتو غونډه پرون ماښام په ارګ کې د ۷,۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ قراردادونه منظور کړل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په منظور شویو پروژو کې له دوشي څخه تر بامیان پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد لین او د بامیانو او دوشي ساحو کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د سب سټېشنونو د تهیې، نصب او منتاژ قرارداد او د بامیانو برېښنا د وېش شبکې تجهیز، نصب او منتاژ قرارداد شامل دي.
د ارګ ماڼی په وینا، د ملي تداکراتو کمېسیون په دغه غوڼده کې د جلال اباد ښار د غالیو اوبدونکو صنعتي ښارګوټي سرک پروژه، او د ښار جوړولو وزارت له مخکې د جوړو شویو ساختمانونو لپاره د خامو ساختماني موادو تدارک هم منظور شوې.
همداشان د کندهار پوهنتون د لیلې ودانۍ جوړول، په اسلام اباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت کمپلکس جوړولونظارتي پروژې قرارداد، او د ملي دفاع وزارت د اعاشوي موادو درې بستې قراردادونه هم د ملي تدارکاتو کمېسیون له خوا منظول شول.
ارګ ماڼی وایي، د چارو ادارې عمومي ریاست لپاره د اعاشوي موادو او یو جنراتور دوه قراردادونه هم په دغه غونډه کې منظول شوې ده.