د خونديتوب لپاره 119 ته زنګ ووهئ‏

Typography

Caller’s identity remains anonymous so no one can cause harm to him or her afterwards.

که چيرې تاسو د دا شان پيښو  لکه په کورونو کې د اور لګيدو، ټرافيکي پيښو، برمته کيدو، د مرمۍ د ډزو، بيړنۍ رړغتيايي پيښې ‏او  شکمنو  کړنو   سره مخ شوي، د خپل ګرځنده ټليفون په مرسته کولای شئ د پوليسو  له 119 شميرې سره اړيکه ونيسئ  او  ‏مرسته وغواړئ.‏


دغه بېړنۍ شميره  چې د ملي پوليسو له افسرانو له خوا اداره کېږي او 24 ساعته فعاله ده څو  له خلکو  سره  پخپل وخت بيړنۍ ‏مرسته وکړي او  د هيوادوالو  امنيت ټينګ شي.‏
دا مرکز  په دې وروستيو کې په بلخ ولايت کې پرانيستل شو.  “ له دې شميرې سره د اړيکې په نيولو سره کولای شئ د بيړنيو ‏ناروغانو، برمته کيدو، اور لګيدنو  او  شخړو  په اړه مرسته ترلاسه کړئ. همدارنګه له دې شميرې سره د اړيکې په نيولو  سره ‏کولای شئ د شکمنو  کړنو  او له دندې څخه د دولتي چاوراکو د ناړوه ګټې اخيستنې د مخنيوي لپاره د چارواکو له خوا مرسته ‏ترلاسه کړئ.  غواړو په ټولنه کې د جرم او جنايت ريښې له منځه يوسو.” دا مطلب په بلخ ولايت کې د پوليسو د 119 شميرې ‏مسول دويم څارن عبدالواسيع څرګند کړ.‏
له هغه ځايه چې د اړيکه نيونکي هويت پټ ساتل کيږي څو هيڅوک ونشي کړای له اړيکې وروسته هغه ته زيان ورسوي،نو له همدې امله هر ‏څوک کولای شي له دې شميرې سره اړيکه ونيسي او  د ورپيښې شوې موضوع او  اطفايې او امبولانس د خدمتونو مرسته ترلاسه ‏کړي. دا شميره همدارنګه له امنيتي ځواکونو سره مرسته کوي ترڅو  ډاډمن امنيت ټينګ کړي. خلک آن کولای شي د درغليو او  ‏فساد په شان د جرمونو په ليدو سره له دې شميرې سره اړيکه ونيسي.‏
‏“ د هيوادوالو  په همکاري او  د 119 شميرې په مرسته وتوانيدو چې قانون ماتونکي کسان ونيسو او په دې ولايت کې د اورپکو  ‏د ويجاړونکو  فعاليتونو مخنيوی وکړو. دا مطلب د بلخ امنيه قومندان پاسوال عبدالرحمن رحيمي څرګند کړ.‏
د بلخ په ولسوالۍ کې د يوه قومي مشر حاجي عبدالستار  په وينا، دا د هر افغان حق دی چې په سوله کې ژوند وکړي خو ددې تر ‏څنګ مسوليت لري چې له امنيتي ځواکونو سره  هم همکاري وکړي. هغه وويل: “ بلخ په افغانستان کې يو له خوندي ولايتونو ‏څخه دی او په دې ولايت کې ملي پوليس مسلکي او سمبال دي. اوس هغه وخت رارسيدلی چې خلک د خپل ولايت د امنيت د ‏ټينګښت او پراختيا په برخه کې خپله ونډه په سمه توګه واخلي.”‏
د کورنيو  چارو  وزارت د پوليسو  د 119 شميرې لومړی مرکز په 1386 کال کې د اروپايي پوليسو په مرسته  په کابل کې جوړ  او  ‏په کار يې پيل وکړ. خو  تر هغه وروسته دا شبکه د هيواد نورو  ولايتونو  ته هم غځيدلې ده.‏