په داسې حال کې چې د مخدره موادو پر فابریکې هوایي بریدونه دوام لري، په هلمند ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي وسله وال طالبان د مخدره موادو د تولید لپاره نوې هلې ځلې پیل کړي دي.

د هلمند ولایت په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په لښکرګاه ښار کې ۷۰ نارینه او ښځينه وو د نرسینګ او عالي قابلګۍ له څانګو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د هلمند ولایت د ملي امنیت د ۱۷۰ بست قطعې قومندان ډګروال عصمت الله فیروز وايي، چې د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتیژي وستایله. نوموړي وویل، د امریکا متحدو ایالتونو ستراتیژي د افغانستان په ګټه ده. نوموړي زیاته کړه، چې واشنګټن دې ته ژمن دی، د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته تر هغه وخته دوام ورکړي ترڅو دغه ځواکونه پر ځان بسیا شي.

د هلمند والي حیات الله حیات له ازادۍ غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې په دغه ولایت کې میشت افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه توانیدلي، چې د دولت مخالفینو ته ماتې ورکړي.

المزيد من المقالات...