18
الإثنين, آذار

له کړکېچ څخه تر امنیته، ارغنداب ولسوالۍ اوس د ښاریانو لپاره د تفرېح ځای دی

Typography

لوېدیځ ولایت کندهار چې نسبتاً یو نا امن و جګړه‎ییز ولایت بلل کېږي په دې ورځو کې د یاد ولایت اوسېدونکي له لوړې روحیې سره راتلونکي ته فکر کوي او راتلونکي ته له هیلو څخه خبرې کوي.

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ ځینې سیمې چې د تېرو کلونو د جګړو په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو او ترهګرو ډلو تر منځ د جګړې له تودو جګړونو څخه وه، اوس‎مهال دغه سیمه د کندهار د ښاریانو لپاره توده غېږه ګرځېدلې ده او خلک هلته ځي ترڅو د ژوند له لانجو او تاوتریخوالو څخه لیرې تازه ساه واخلي او له ژوند څخه خوند واخلي.د کندهار اوسېدونکي ګل محمد یارانه وویل: " دلته په کور کې طالبانو ژوند کاوه او حکومت‎یې کاوه، او دلته څوک په ډاډه زړه نه‎شو راتلای په ځانګړي توګه دولتي او پوځي کسان. نور دلته طالبان شتون نه‎لري او هر څوک کولای شي دلته مېلې ته راشي".خو اوس ارغنداب د ډېرو کندهاریانو او حتا د هغو کسانو د خوښۍ کوربه دی چې له نورو ولایتونو څخه دلته راځي.د نیمروز ولایت اوسېدونکي صلاح‎الدین وویل: " موږ دلته د مېلې لپاره راغلي یو".د کابل اوسېدونکي حاجي علي احمد وویل: " موږ له کابل څخه له ډېر شوق او زوق سره د مېلې لپاره راغلي یو او اوس‎مهال د کندهار وضعیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی دی".د کندهار اوسېدونکی نظر محمد وايي: " زموږ امنیت ښه دی او له دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې تفرېح ځایونو ته پاملرنه وکړي ځکه چې ډېری یې خلکو په پیسو جوړ کړي دي او ځینې کسان پيسې نه‎لري چې تفرېح ځایونو ته‎یې ورکړي".یوازې په ارغنداب کې نه بلکې په نورو ځایونو کې هم د وخت د تېرولو لپاره ښه ځایونه برابر شوي دي، داسې ځایونه چې هر څوک په هر ځای کې خندا او آرماتیا غوره کړي. خو د دغو خوښیو دوام په مستقیمه توګه د حکومت د کړنو له څرنګوالي سره تړاو لري.