د کندهار له مخورو سره د غوڅ ملاتړ قومندان ليدنه

Typography

په افغانستان کې "د غوڅ ملاتړ د ماموريت" عمومي قومندان جنرال جان نيکلسون د ملي دفاع له وزير ډګر جنرال عبدالله حبيبي او يو شمېر نورو جګپوړو دولتي چارواکو سره يو ځای له کندهار ولايت څخه د وروستۍ لېدنې پر مهال د دغه ولايت له ديني عالمانو، قومي مخورو او د خلکو له استازو سره وليدل.

ددې غونډې کوربه د کندهار والي همايون عزيزي، افغان امنيتي ځواکونو ته د پرمختللو تجهيزاتو او ښې روزنې له امله چې د افغان دفاعي او امنيتي  ځواکونو د برياليتوبونو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي، له نړيوالې ټولنې مننه وکړه.
ده زياته کړه:“په کندهار ولايت کې د امنيت ټينګښت د افغانستان د اتلو ځواکونو يوه لاسته راوړنه ده. موږ پوهېږو چې د افغان دفاعي ځواکونو د دغو پرمختګونو مهم لامل مسلکي روزنه او د پرمختللې تجهيزاتو درلودل دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونه د خلکو او هېواد ساتنه کوي، د سولې دښمنان د خپل مشر ملا اختر محمد منصور له وژلو وروسته په يوه ناڅرګند او بد حالت کې دي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان جنرال نيکلسون د افغانانو په ځانګړي ډول د کندهار د خلکو د ستاينې ترڅنګ وويل،  نارينه او ښځينه ځوانان د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو په ليکو کې د سولې دښمنانو پر وړاندې مبارزه کوي.
ده زياته کړه: “موږ د افغانستان له خلکو سره په هېواد کې د سولې او ټيکاو په راوستو کې خپلو مرستو ته ژمن يو.”
ملا منصور چې په افغانستان کې د سولې پر وړاندې خنډ و او بيا بيا يې د سولې له خبرو اترو سره مخالفت کاوه ووژل شو.
د غوڅ ملاتړ عمومي قومندان جنرال نيکلسون، کندهار د افغانستان يو مهم ولايت وباله او د دغه ولايت مخورو، قومي مشرانو او د خلکو استازو ته يې وويل چې په دې ولايت کې سوله او امنيت پر ټول افغانستان اغېز لري. “ موږ ستاسو په سيمه کې له پرمختګونو څخه څارنه کوو او زه پخپله له دولت او افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو  څخه د خلکو  د  ملاتړ  مننه کوم.”
د دفاع وزير ډګر جنرال عبدالله حبيبي وويل د خلکو د ملاتړ ترڅنګ، د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو مېړانه او لوړ مورال د سولې دښمنانو پر وړاندې د دوی برياليتوب حتمي کړی دی.
په غونډه کې حاضرو ديني عالمانو او قومی مشرانو  له افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو  څخه د خلکو ملاتړ چې په هيواد کې د
امنيت،سولې او ټيکاو لپاره هڅه کوي، وستايه.