په غزني ولایت کې د طالب ترهګرو په يو پټنخای باندې د هوايي برید په پایله کې ۹ تنه مشهور قوماندانان ووژل شول

Typography

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند کاریزنو سمیه کې د افغان امنیتي ځواکونو د هوايي برید په پایله کې چې د طالب ترهګرو په یوه پټنځای یې ترسه کړ، د ترهګرو ۹ تنه مشهور قوماندانان په نوم د ملا صاحب خان مشهور په سلیمان، د طالب ترهګرو د آب بند، قره باغ او مقر ولسوالۍ د استخباراتو مسوول ملا خیر محمد، ملا نصرت الله مشهور په دلاور، ملا نسیم، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ لپاره د طالب ترهګرو نظامي مسوول ملا اکمل، مولوي خلیل، او درې تنه نور پاکستاني تبعه ترهګر چې ترهګرو د روزنې، ځان وژونکي واسکټونو د جوړونې، د ماینونو ځای پرځاي کولو او د ډلیزو ترهګریزو بریدونو پلانوونکو حافظ مشهور په جهانګیر، کامران او شوکت علي خان په دغه هوايي برید کې وژل شوي دي.

په دغه عملیاتو کې د یادو شوو ترهګرو سربېره ۵۰ تنه نور طالب ترهګر هم وژل شوي او ۳۵ تنه نور د همدغه ترهګرې ډلې ټپیان شوي او څو عرادې موټر یې لمنځه تللي دي.
د افغان امنیتي ځواکونو له لورې په ورستیو عملیاتو کې چې د طالب ترهګرو د ځپلو او لمنځه وړلو په موخه یې پیل کړي طالب ترهګرو ته په کې درانه تلفات اوختي چې د امنیتي ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې د ترهګرو تش په نوم  یو شمېر والیان، ولسوالان، قوماندانان او قاضیان هم وژل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت د طالب ترهګرو د لمنځه وړلو په موخه ترسره شوي  عملیات پوره بریالي او د ترهګرو پروړاندې یوه لویه ضربه بولي چې له مخې به يې د غزني او اړونده ولایتونو امنیت کې ښه والی راشي.