د زابليانو له خوا د امنيتي ځواکونو ستاينه

Typography

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د تېرې مياشتې له چاڼيزو عملياتو وروسته د دغه ولايت اوسېدونکو په ډېرو پرتمينو مراسمو  کې د ملي او دفاعي ځواکونو برياليتوب ولمانځه.

ددغه ولايت امنيه قومندان مل پاسوال ميرويس نورزي د افغان دفاعي او امنيتي  ځواکونو  په استازيتوب د خلکو له قوي ملاتړ څخه مننه وکړه ويې ويل،  موږ به د زابل ولايت او د هېواد د ټولو برخو د امنيت ټينګولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوو. “ افغان امنيتي ځواکونو، د سولې دښمنان چې د ارغنداب په ولسوالۍ کې پټ شوي وو، ماينونه او نور چاودېدونکي توکي يې ځاي پر ځاي کول او د لارو په بندولو سره يې د خلکو ژوند سخت کړي و، له منځه يوړل. مل پاسوال نورزي رسنېو ته وويل:“ زموږ بنسټيز هدف د خلکو ساتنه ده. موږ بريالي شو چې د سولې دښمنان مو له منځه يوړل او  د ملکي مرګ ژوبلې مخنيوی مو وکړ.”
د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو د همغږو  هڅو برياليتوب چې په پايله کې يې د ارغنداب او له نورو ولسواليو سره د دغې ولسوالۍ د لارې امنيت ټينګ شو په ټول ولايت کې په پراخه کچه انعکاس وموند. ځايي اوسېدونکو آن کلات ښار او د ولايت مقام ته د امنيتي ځواکونو له رسېدو وړاندې په لار کې د امنيتي  ځواکونو  د هرکلي لپاره کتارونه ولاړ وو.
د زابل د ولايتي شورا مشر حاجي عطاء جان حقبيان د ځايي اوسېدونکو ترڅنګ د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو هرکلي وکړ او ويې ويل: “خلک د قانون په پلي کېدو ، د نظم په ټينګېدو  او  د سولې د دښمنانو او جنايت کوونکو ډلو په له منځه وړلو او ماتې ورکولو ډېر خوښ دي.” ده زياته کړه:“له همدې امله موږ ټول دلته راغلي يو چې په دفاعي او امنيتي ځواکونو کې له خپلو اتلانو مننه وکړو.”
د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ملاتړو  په ډله کې  د کلات ښار يو اوسېدونکی عبدالولي هم و. ده د ګلونو ګېډۍ له ځان سره راوړې وه، چې   دفاعي او امنيتي ځواکونو  ته يې ورکړي  . ده وويل:“دفاعي او امنيتي ځواکونه زموږ په زړونو کې ځانګړی ځای لري، ځکه  هغوی شپه او ورځ په دښتو او غرونو کې په پوځي عملياتو بوخت دي." عبدالولي د دې مطلب په څرګندولو سره آزادۍ غږ مجلې ته وويل: “ د همدې  اتلانو د هڅو له امله موږ له خپلو  کورنيو سره آرام ژوند کوو. موږ دلته راغلي يو  چې ورته ووايو زموږ روحي آرامتيا ستاسو له برکته ده.”