له امنيتي ځواکونو ورځ تر بلې زياتېدونکى ملاتړ

Typography

په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ کېږي، د خوست ولايت شاوخوا پنځه زره اوسېدونکو د قومي مشرانو او ديني عالمانو په ګډون په يوه غونډه کې له افغان ملي امنيتي ځواکونو  خپل ملاتړ اعلان کړ. ددغې غونډې ګډونوالو ټينګار وکړ چې د هېواد امنيتي ځواکونه د اسلامي لارښوونو په رڼا کې له خپلو خلکو او خاورې دفاع کوي.

مولوي عارف د خوست ولايت د ديني عالمانو په استازولۍ په خپلو خبرو کې د  بلواګرو  له شر څخه د کورنيو، خلکو، مېندو او  هيواد د ساتلو په موخه د ديني لارښوونو  په اړه هر اړخيزه معلومات ورکړل او ويې ويل: “خبر اوسئ چې د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه په کليو او بانډو کې د  او بلواګرو  له شر څخه د بې ګناه خلکو  د ژغورولو لپاره د الهي لارښوونو پر اساس عمل کوي. د سولې دښمنان د خلکو او هېواد پر وړاندې جنګيږي، ځکه   هغوى ناپوهه دي او  د اسلامي ارزښتونو په اصلي معنى نه پوهيږي.”
نوموړي زياته کړه: “خداى تعالى موږ ته د زده کړو لارښوونه کړى او موږ بايد خپل ماشومان هم د زده کړو پر ګاڼه سمبال کړو. د سولې دښمنان ښوونځي او جوماتونه سوځوي او د علم او پوهې او همدا شان د خلکو د ديني فرايضو مخه نيسي. خداى تعالى موږ ته امر کړى چې د خپلو کورنيو درناوى وکړو، ساتنه يې وکړو او مسؤليت يې پر غاړه واخلو. په داسې حال کې چې زموږ ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه موږ د سولې د دښمنانو له شر او ضرر څخه ساتي، خو برعکس د سولې دښمنان د الهي اوامر   خلاف زموږ بې ګناه هېوادوال وژني.”
په دغه ستره ناسته کې په پراخه توګه د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ وشو. دخوست والي حکم خان حبيبي له هغو زرګونو  کسانو سره وليدل چې په دغه ناسته کې سره را ټول شوي وو. امنيه قومندان، د ملي پوځ د لومړۍ لوا قومندان، د ملي امنيت رئيس، د ولايتي شورا رئيس او د مدني ټولنو استازو په دغه ناسته کې د ښاغلي حبيبي سره يوځاى و.
د خوست والي په خپله بيانيه کې خلکو ته د دوى د هوساينې او نيکبختۍ لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د هڅو ډاډ ورکړ او ويې ويل:“ افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه چې زموږ لوڼي او  زامن پکې خدمت کوي، د امنيت په ټينګولو کې د دولت مټ دى. دوى زموږ ساتنه او د هېواد دفاع کوي چې زموږ د سر لوړي هېواد د هوساينې لامل شي.”
نوموړي زياته کړه:“ هره ورځ ګڼ شمير کسان له ولايت او د هيواد له بيلابيلو برخو څخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلانوي. دا د سولې د دښمنانو ماته ده هغه دښمن چې هېڅوک يې هم په هېواد کې نه غواړي.”
د ملي پوځ د ٢٠٣ قول اردو د لومړۍ لوا قومندان جنرال محمد ناصر هدايت د لوړ پوړه چارواکو په استازيتوب وويل، خوښ دى چې ديني عالمان د دفاعي او امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي او اتلان ورته وايي. نوموړي زياته کړه:“ کله چې ديني عالمان او قومي مشران راغلل او سرتيري يې په غيږ کې ونيول زموږ  وينه په جوش راغله او موږ به هم د هغوى د ساتنې او خدمت په برخه کې تر وروستي بريده هڅه وکړو. کله چې موږ د خلکو ساتنه کوو او هغوي خوشاله کيږي، لوى خداى (ج) به له زموږ څخه خوشاله شي.”