په کندهار کې د ۶۶ پروژو ګټې ته سپارل

Typography

په کندهار ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ۶۶ پروژو په پلې کېدلو سره، ۵۶۸۵ کلیوالي کورنیو لازمو آسانتیاوو ته لاسرسی وموند.

په یادو پروژو کې، د کلیوالي سړکونو جوړول او کرېړ اچول، د استنادي او محافظوي دیوالونو، پلګوټو او ټولنیزو مرکزونو جوړول، د اوبو لګولو د کانالونو پاکول، د کاریز د تګ لوري ټینګول او د څښاک د اوبو د څاګانو کیندل شامل دي چې، د څه د پاسه ۵۶ ملیونه افغانیو په ارزښت د دامان، ارغنداب، ډنډ، پنجوايي، سپین بولدک، شیګه او ژیړي په ولسوالیو کې بشپړې او د کلیوالي اوسېدونکو د ګټې اخستنې وړ ګرځېدلې دي.