زده کوونکې: ما دملګرو ملتونو په اړه زیات څه زده کړل

Typography

له زده کوونکو سره د مرستې لپاره چې، د ملګرو ملتونو د چارو په اړه لا زیات معلومات ترلاسه کړي، له ۱۰۰ څخه زیاتو زده کوونکو او ښوونکو په کندهار کې د یوناما په ملاتړ جوړې شوې غونډې کې برخه واخیسته.

یوې زده کوونکې، تمنا چې په دې سیالۍ کې یې برخه اخیستې وه، وویل: " ما دملګرو ملتونو په اړه زیات څه زده کړل، او دایوه مهمه لاره وه تر څو پوه شو چې ملګري ملتونه په افغانستان او نړۍ کې څه کوي. "
په دې غونډه کې لومړی نجونو او هلکانو د ملګرو ملتونو د چارو په اړه معلومات تر لاسه کړل او وروسته پر ګروپونو وویشل شول او د ملګرو ملتونو دتاریخ، د سولې ماموریت، بشري حقونو، عمومي مجلس او نړیوالې عدلي محکمې په اړه یې د امتحان په توګه د سوال او ځواب برخه تر سره کړه.