د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ کې ۲۷ تنه ترهګر ووژل شول

Typography

ancopد ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت منسوبینو د ګډو چاڼيزو عملیاتو په پایله کې چې تېره ورځ یې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د یو شمېر ناامنه سیمو کې د سمیو څخه د وسله والو مخالفینو د پاکولي په موخه خپل ګډ چاڼيز عملیات پیل کړي، په ترڅ کې یې د قره باغ ولسوالۍ ټولې ناامنه سیمې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوي او په یادو عملیاتو ۹ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۱۴ تنه نور ترهګر ټپیان شوي او یو شمېر جنګي تجهیزات او وسلې هم په دغه عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو لاس ته راغلي دي.