18
السبت, تشرين2

ملي امنیت په جلال آباد کې د داعش او طالبانو د ۸ تنو ترهګرو له نیولو خبر ورکړ

سویل
Typography

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي په جلال آباد ښار کي د داعش او طالبانو لږ تر لږه ۸ تنه ترهګر نیول شوي.

دغه ریاست په یو بیان کي لیکلي چي “د ملي امنیت موظفینو د یولړ عملیاتو په پایله کې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار له مربوطاتو څخه دداعش وسلوالو د انتقال مسول عبیدالرحمن مشهور په بادام دبهرام زوی چې د داعش جنګیالي یې له جلال آباد ښار څخه کوټ ولسوالۍ ته انتقالول سره د داعش ډلې له درۍ تنو جنګیالیو د جلال آباد ښار له دویمې ناحیې څخه نیولي .”
ملي امنیت زیاتوي چي د دغه ریاست موظفینو د قومندان امین الحق څلور تنه غړي هریو   عبدالرازق د ملنګ زوی، شیرمحمد د عبدل زوی،   ضیاالحق د حضرت محمد زوی، او ذاکر مشهور په بزرګ د جمعه خان زوی نیولي.
د ملي امنیت په وینا دغه کسان د طالبانو په ډله پورې تړاو لري او په ماین خښونه ُچاودنو ُاود قومي مشرانو او متنفذینو په ترور بوخت وو نیولي.