ملي امنیت: کندهار کي د کویټې شورا ۲۱ غړی نویل شوی

Typography

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي د کوټې شورا لږ تر لږه ۲۱ غړی په کندها ولایت کی نیول شوي.

bombersد ملي امنیت ریاست په یو بیان کي لیکلي چي “د کوېټې شورا اړوند د طالبانو ترهګريزې ډلې هغه څلور شبکې چې په ځانمرګو بريدونو، چاودنو، د مخورو کسانو په ترور او په کندهار ښار کې پر اکمالاتي کاروانونو بريدونو کې يې لاس درلود، د ملي امنيت عمومي ریاست د موظفينو له خوا نيول شوي دي.”
خبرپاڼي زیاتوي چي “۲۱ نيول شويو کسانو اعتراف کړی، چې نظامي او ترهګريزې زده کړې يې د ډيورنډ کرښې هاخوا ترلاسه کړي دي او تر اوسه يې په کندهار ولايت کې ګڼ ترهګريز فعاليتونه ترسره کړي دي.”
ملي امنیت ریاست وایي “د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ د هېواد د قسم خوړليو دښمنانو شومو موخو د خنثی کولو په موخه هلې ځلې کوي او هيڅکله به ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې زمونږ له خلکو څخه سکون وتښتوي.”