د امنیتی ځواکونو د ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ۹ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول

Typography

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د  ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کندهار،ارزګان، او زابل ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره کړل ، ۹  تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول او ۵ تنه ټپیان شول .

په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.