18
السبت, تشرين2

پکتیکا کې دیوې جوړې شوې غونډې برخه وال: د ښځو پیاوړتیا په دې معنی ده چې دوی وکړای شي د ټولنې په پریکړو کې برخه واخلي

سویل
Typography

په پکتیکا ولایت کې د یوناما په ملاتړ دیوې جوړې شوې غونډې برخه والو وویل چې د ښځو پیاوړتیا په دې معنی ده چې دوی وکړای شي د ټولنې په پریکړو کې برخه واخلي.


unamaپه دې غونډه کې چې دیوناما د سیمه ییز دفتر او د پکتیکا د ځوانانو ټولنې له خوا جوړه شوې وه، دښځو د حقونو دفعالینو، د پکتیکا د ځوانانو ټولنې، سیمه ییزو مشرانو، دیني عالمانو، د مدني ټولنې استازو او دولتي چارواکو په ګډون له ۳۰ څخه ډیرو کسانو برخه درلوده.
یادې غونډې ته د سیمه ییزو راډیو ټلویزیونونو او همدارنګه د شمشاد او ژوندون راډیو ټلویزیونو له لوري خبري پوښښ ورکړل شو او په سیمه ییزه او ملي کچه خپره شوه.