شپږ تنه ماين ښخوونکي دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول

Typography

شپږ تنه ماين ښخوونکي دهلمند ولايت دګرمسيرولسوالۍ په مربوطاتو کې  دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول.

دهلمند دوالي وياند عمر  ځواک دباخترآژانس  خبريال ته وويل :  چې دغه پيښه تيره شپه دهلمند ولايت  دګرمسيرولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې دغه کسان په يوه ګڼ ميشته ساحه کې په  ماين ښخولو بوخت و چې يو ماين و چاوديد او شپږتنه يې ووژل .