په خوست کې یوه تن د ځان وژونکو بریدونو طراح ونیول شو

Typography

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي په خوست کې  یوه تن د ځان وژونکو بریدونو طراح او یو ځانمرګی بریدګر ونیول شو.

ملي امنیت ریاست په یو بیان کي لیکلي چي “حقاني شبکې پلان درلود تر څو د لوی اختر په ورځو کې د یو تن ځانمرګي بریدګر اعجازالحق د ګل پرست زوی او یو تن د ځانمرګو بریدونو طراح نصرت الله د عبدالله زوی په وسیله خوست ته د دولتي لوړپوړو چارواکو د سفر پرمهال ځانمرګی برید ترسره کړي چې هدف ته تر رسېدو وړاندې د ملي امنیت د موظفینو له لوري تر پېژندنې وروسته ونیول شو.”
د ملي امنیت په وینا د یوبل ځانګړي اقدام په پایله کې د خوست ولایت اوسیدونکي درۍ تنه وسله وال غله هر یو، نظر محمد د حیات خان زوی، محمد اکرم د بدی ګل زوی، او اکرام الله د معصوم زوی ونیول شول.
ملي امنیت ریاست وایي دغه کسان پلان یې درلود له نظامي جامو او دولسي جرګې د یو پخواني وکیل له جعلي کارتونو څخه په ګټې اخیستنې   د یو هېوادوال د کور لوازم د ګربز ولسوالۍ له مربوطاتوغلا کړي له دوه میله کلاشینکوف وسلې او یوه اندازه نظامي وسایلو سره لاس په لاس د ملي امنیت د موظفینو لخوا ونیول شول