20
السبت, نيسان

د ځانګړو عملیاتو په بهیر کې د طالبانو له زندانونو څخه ۱۰۰ تنه بندیان خوشې کړل شول

Typography

په هلمند ولایت کې د ځانګړو عملیاتو په بهیر کې  د طالبانو له زندانونو څخه ۱۰۰ تنه بندیان خوشې  کړل شول.


د ملي اردو د ځانګړې قطعه ځواکونو تیره شپه د هلمند ولایت د نهر سراج، مارجې او نوزاد په ولسوالیو کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي  چې په ترڅ کې یې ۱۰۱ تنه بندیان د طالبانو له پنجو  خوشې کړای شوي دي.
د خوشې شوو کسانو د هویت  او د  دې عملیاتو  په اړه  ا نور معلومات به وروسته د رسنیو په واک کې ورکړل شي.