۱۹ کړۍ ماینونه د سرحدی پولیسو لخوا کشف او شنډ کړای شول

Typography

نن سهار د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په اړونده سیمې کې ۱۹ دسړک ماینونه چې د افغانستان د خلکو د دښمنانوله لوري په یوه بورۍ کې دورانکارو موخو دترسره کولو لپاره ځای پر ځاي شوي وو د هیواد دسرحدی پولیسو لخوا کشف او شنډ کړای شول.

د یادو ماینونو کشف او شنډول د هیواد د ملي پولیسو د مسلکې وړتیا وو ښکارندوي کوي چې د عامو وګړو د مرګ او ژوبلې دمخ نیوي لامل ګړځې او د سولی د ټینګښت په لاره کې ګټور ګام ارزول کیږی.