اوولس تنه طالبان په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول

Typography

په هلمند ولايت کې دامنيتي ځواکونوپه چاڼيزو عملياتو کې  اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

دهلمند دوالي وياند عمر ځواک وويل: دغه عمليات دناتو دځواکونو په ملاتړ دځمکې او هوا له لارې  دګرشک ولسوالۍ په بولان ساحه کې ترسره شول چې له امله يې اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل ؛ ددغو عملياتو په بهيرکې  دطالبانو يو کرولا موټر ،  يوه پيکا ، او دهغوى يو موټر سايکل په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ديادونې وړ ده  چې  دوژل شويو طالبانو مړي تراوسه پورې دجګړې په ډګر کې پاتې دي.