په خوست کې د یوې غونډې په اوږدوکې، د رڼو ټاکنو له لارې د ښاروالۍ د مشورتي شورا د جوړولو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې

Typography

په خوست ولایت کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د یوې غونډې په اوږدوکې، د رڼو ټاکنو له لارې د ښاروالۍ د مشورتي شورا د جوړولو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

په دې یوه ورځنۍ غونډه کې د ولایتي شورا د غړو، ولسوالانو، د مدني ټولنې غړو، محصلینو، تجارانو او رسنیو په ګډون شاوخوا ۳۵ کسانو برخه اخیستې وه. د دې غونډې په اوږدو کې، چې د خوست ښاروالۍ او یوناما له خوا په لاره اچول شوی وه، د سیمه ییزو چارو په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې پر لوړولو، د ښکیلو ارګانونو تر منځ د لازیاتې همکارۍ او د ښاروالۍ په چارو کې د لازیاتې روڼتیا په اړه خبرې وشوې.