دناوې ولسوالۍ دبيرته نيولو په عملياتو کې ديوه قوماندان په ګډون ٤٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

Typography

دهلمند ولايت  امنيتي مقامات وايي چې اوس دناوې ولسوالۍ دټولې سيمې دامنيتي ځواکونوپه لاس کې دي .

دهلمند دوالي وياند عمر ځواک وويل: په ناوې ولسوالۍ په بازار دوسله والو طالبانو له پروني بريد وروسته اوس دغه ولسوالۍ دطالبانو له خوا ونيول شوه چې  امنيتي ځواکونو ددغې ولسوالۍ دبيرته نيولو لپاره ځمکني او هوايي عمليات پيل کړل چې ددغو عملياتو په  بهير کې دناوې ولسوالۍ بيرته دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغله .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو دډلې له خوا دناوې ولسوالۍ لپاره نومول شوى قوماندان له ٤٥ تنو طالبانو سره وژل شوى دى.
  دده دڅرګندونوله مخې: همدا اوس دناوې ولسوالۍ  ټولې سيمې او په دغې ولسوالۍ کې دولتي ودانۍ ددولتي ځواکونو ترکنټرو ل لاندې دي .