هلمند کې د(۲۵) څاګانو کیندل

Typography

د(۲) ملیونه او(۶۴۸) زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوه پروژو کار د هلمند ولایت کې بشپړ او د کلیوالو د ګټې اخیستنې وړ وګرځېدې.

دغو پروژو کې د(۲۵) نیمه ژورو څاګانو کیندل او ورباندې د لاسي بمبو تړل شامل دي چې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له خوا د هلمند ولایت د نهرسراج او ناوې ولسوالیو کې تطبیق او(۸۴۷) کورنیو له پاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.