په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان له دريو تنو ماين ښخوونکو سره ووژل شو

Typography

دوسله والو طالبانو دډلې يو سيمه ئيز قوماندان ددغې ډلې له دريو تنو ماين ښخوونکو سره په هلمند ولايت کې ووژل شو.

دهلمند ولايت دپوليسو يوه مقام وويل چې دپوځيانو په دغو ډزو کې دوسله والو طالبانو دډلې يو سيمه ئيز قوماندان له دريو تنو ماين ښخوونکو سره ووژل شو .
ده تاييد کړه چې دغو طالبانو غوښتل دنهر سراج ولسوالۍ  په لويه لاره کې ماين ښخ کړي .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.