د راتلونکي هيلې

Typography

د ٢٠١٥ کال په ډسمبر مياشت کې طالبانو په کندهار کې د سيدپاچا پر ښوونځي بريد او د مرميو باران وکړ. طالبانو په خپل دغه بريد سره د ښوونځي له ٨٠٠ د زياتو زده کوونکو ژوند د ستر ګواښ سره مخ کړ، خو د ٢٠١٦ کال په مني کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو او سيمه ييزو همکارانو يې دغه ښوونځى له سره ورغاوه او په روښانه او زړه وړونکي آسماني رنګ يې رنګ کړ.

ددغه ښوونځي سر ښوونکي محمد عيسى سرور وويل: "زموږ ښوونځى ويجاړ شوى و او د بلواګرو د بريد په پايله کې موږ د ډېرو ستونزو سره مخ شوي وو."  نوموړي زياته کړه " د غوڅ ملاتړ له ځواکونو مننه کوو چې ٣٧٥،٠٠٠ ډالر يې په دغه پروژه ولګول، زموږ زده کوونکي اوس کولى شي پر ښوونځي بريد هير کړي." هغه وویل: "بلواګرو يو داسې ودانۍ ويجاړه کړه چې زموږ زده کوونکو ته د راتلونکي لپاره هيله بښوونکې وه. اوس به دنوې ودانۍ په ليدلو سره زده کوونکي بدې خاطرې هېرې کړي او د نوو هلو ځلو او کارونو په ليدلو سره به مثبت الهام واخلي."

ددغه ښوونځي يوه زده کوونکې زينب وايي، يو کال پخوا د ښوونځي د وران او ويجاړ حالت په ليدلو سره زړه تورې شوې وه، خو د دغه ښوونځي د کار په بشپړېدو سره نوموړې وويل:" دا موږ ته نوې هيلې  او وخت را کوي چې د خپل هېواد او راتلونکي په اړه مثبت فکر وکړو."

د سيدپاچا په ښوونځي کې ٦٠ سلنه زده کوونکي نجونې دي.

د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي وايي: "بلواګر تل هڅه کوي چې افغانستان وران کړي، په حقيقت کې دوى ډارېږي چې که خلک زده کړې وکړي، کله به هم د دښمنانو له خوا بې لارې نه شي او بې ځايه به ونه کارول شي." نوموړى وايي:" په همدې خاطر دوى پر ښوونځيو او روغتونونو بريدونه کوي، ځکه دوى پوهېږي چې زموږ په راتلونکي کې ددوى لپاره هېڅ ځاى نشته.  موږ مخ پر وړاندې ځو. د بلواګرو هېڅ ځواک زموږ مخه نه شي نيولى. افغانستان به پرمختګ کوي او هېڅوک موږ نه شي درولى."

کپشن: د سيدپاچا ښوونځى په ٢٠١٥ کال کې د طالبانو له بريد وروسته او له رغونې وروسته په سږني مني کې پرانستل شو.

کپشن: د کندهار په سيد پاچا ښوونځي کې زده کوونکي چې يو کال وړاندې د طالبانو په يو بريد کې ويجاړ شوى و، بېرته خوښي کوي.