پکتیکا کې د حقاني شبکې مهم ډلمشر وژل شوی

Typography

د افغانستان  د کورنیو چارو وزارت وایي په پکتیکا کې  د حقاني شبکې د یو جګپوړي ډلمشر وژل شوی.

د کورنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ډلمشر  د ورممي  ولسوالۍ د سردانی هندي  په سیمه کې  د افغان ملي پولیسو لخواه ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي چي چې  د پکتیکا ولایت د تروې ولسوالۍ د تندې بوزې په سیمه کې  په یو هوايي برید کې د طالبانو نومول شوی مرستیال والی په ګډون  ۴۵ تنه طالب سرتیروسره یوځای   ووژل شول.
د خبرپاڼی په وینا، دا هوايي برید پداسې حال کې ترسره شوو چې وسله والوطالبانو دنوې جګړې  د پلان جوړولو په خاطرسره راغونډشوي وو.