ځوانان د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبولی شي

Typography

په کندهار ولایت کې د یوناما په ملاتړ د جوړ شوي تلویزیونی بحث ګډون کوونکو د سولې په راوستلو کې د ځوانانو رول ډیر مهم وباله.

په دې ټلویزیوني بحث کې چې، د یوناما او په دې ولایت کې د هیواد ټلویزیون له خوا جوړ شوی و، د پوهنتون څلورو استادانو څلورو استاداو پکې خبرې وکړې او له سلو څخه زیاتو محصلینو پکې ګډون درلود.
 ګډونوالو وویل که چیرې ښځې په همغږۍ سره کار وکړي، کولای شي په بدلون راوستلو کې پیاوړی رول ولوبوي. دوی همدارنګه وویل چې، ځوانان د سولې په راوستلو کې هم مهم رول لوبوي، د بیلګې په توګه دوی کولای شي هغو ځوانانو ته د خبرو زمینه برابره کړي چې د سولې په برخو کې کار کوي.