په کندهار ولایت کې د قضا په برخه کې د ښځو د رول په اړه ټلویزیوني بحث

Typography

په کندهار ولایت کې د قضا په برخه کې د ښځو د رول په اړه د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړي ټلویزیوني بحث وروسته، په دې وروستیو کې دوه ښځې په دې ولایت کې د څارنوالانو په توګه وګمارل شوې.

څو میاشتې وړاندې په کندهار کې د یوه ټلویزیوني بحث په اوږدو کې، چې په دې ولایت کې د یوناما د سیمه ییز دفتر له لوري جوړ شوی و، د دې بحث ښځینه ګډونوالو د کندهار ولایت له څآرنوال، شبیر احمد قیومي څخه وغوښتل چې ښځې دې په قضایي ارګانونو کې د قاضیانو او څارنوالانو په توګه وګماري.
په ځواب کې څارنوال ورته وویل چې نوموړی به په دې اړه غور وکړي، او بالاخره یې دوه ښځې د څآرنوالانو په توګه وګمارلې. د الومړۍ ځل دی، په تیره بیا په تیرو لسو کلونو کې چې ښځې په دې پوسټونو کې ګمارل کیږي.