د پولیسو دځانګړو عملياتو د فرقې ځواکونو ٣٦ تنه دطالبانو له زندان څخه ازاد کړل

Typography

د پولیسو دځانګړو عملياتو د فرقې ددويمې  لوا د اووم کنډک منسوبينو تيره شپه دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ٣٦ تنه دطالبانو له زندان څخه ازاد کړل.

ددغې فرقې مطبوعاتي دفتر خبرورکړ: ددغو کسانو له جملې څخه چې دطالبانو په بند کې  وو، دوه تنه يې  دملي اردو او دوه تنه نور يې  دملي پوليسو منسوبين او نور يې ملکي وګړي  دي.
ددغو عملياتو په بهير کې ددغې فرقې دکوماندو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او دطالبانو دسردزيان په باب هم  څه نه دي ويل شوي.