کندهار کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون کوونکو وویل چې، سیمه ییزې ټولنې باید د سولې په راوستلو کې خپل اړین رول ولوبوي

Typography

پرون په کندهار کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې ګډون کوونکو وویل چې، سیمه ییزې ټولنې باید د سولې په راوستلو کې خپل اړین رول ولوبوي.

په یادې غونډې کې، چې په پنجوایي ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، له سلو څخه زیاتو کسانو برخه اخیستې وه تر څو په دې جګړې ځپلې سیمې کې پخپله د سیمې له منځه دسولې پر راوستلو بحث او خبرې اترې وکړي. دا غونډه چې په کندهار ولایت کې د یوناما د سیمه ییز دفتر په ملاتړ جوړه شوې وه، د یولړ غونډو پیل و چې، سیمه ییزو ټولنو ته فرصت برابروي تر څو د سولې راوستلو په ډیالوګ کې ښکیل شي. په دې غونډه کې قومي مشرانو، دولتي استازو او مدني ټولنې برخه اخیستې وه.