په بې وزلو او کونډو مېرمنو د مرستې ويشل

Typography

په هلمند ولايت کې له يو شمېر مستحقو بې وزلو او کونډو مېرمنو سره مرسته وشوه.

په دغو مرستوکې خوراکي توکي شامل دي چې په هغوکونډو او بې وزلو مېرمنو چې مخکې په لښکرګاه ښارکې د موظف هيئت له خوا سروې او پيژندلې شوې وې؛ وويشلې شوې.
د هلمند والي حيات الله حيات چې د مستحقو او بې وزلو کسانو لپاره د خوراکي توکو د ويشلو په وخت کې حاضر و؛ له اړو کورنيوسره مرستې ګټورې وبللې او هيله يې وکړه چې د مرستندو يو موسسو له خوا د مرستو په جلبولو سره وکولاى شي د بې وزلو او کونډو مېرمنو ډيرې ستونزې لرې کړي.
په دغو مرستوکې هرې کورنۍ ته يو اووه منۍ پورې اوړه، څلور کيلو بوره، غوړي او چاى شامل دي چې په اړو کورنيو وويشلې شوې.
د يادونې وړ ده چې پخوا هم د هلمند ولايت مقام له بې وزلو اړو او کونډو مېرمنو سره د خوراکي توکو او د نغدي پيسو مرسته کړې وه.