23
الثلاثاء, تموز

په هلمند کې د قومي مشرانو په مرسته د ښوونځیو پرانیستل کېدل

Typography

د هلمند ولایت د ښوونې رئیس قدرت الله یعقوبي له ازادۍ غږ سره په مرکه کې وویل، دغه ریاست د قومي مشرانو په مرسته ددې ولایت په ټولو سیمو کې د زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستې دي. 

IMG 1486

نوموړي زیاته کړه، د ښوونې ریاست د څارنې د برخې کارکوونکي د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې په عملي توګه د ښوونې او روزنې له وضعیت څخه څارنه کوي.

د ده په وینا، دغه ریاست د ټولو ولسوالیو قومي مشرانو سره د مشورې له لارې تړل شوي ښوونځي بیرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستي دي او د روان ښوونیز کال له پیل کېدو راهیسې ټول زده کوونکي ښوونځیو ته ځي.

د هلمند د ښوونې رئیس وویل، په دې برخه کې د قومي مشرانو همکاري ډیره اړینه ده، ځکه قومي مشران نه غواړي د دوی اولادونه له زده کړو بې برخې پاتې شي.

سیمه ییز چارواکي وايي، چې د ښوونې او روزنې وزارت په نوې بودیجه کې په هلمند کې د ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ په پام کې نیولې دي، چې ډیر ژر به یې په ولسوالیو کې عملي چارې پیل شي.

د سنګین ولسوالۍ یو اوسېدونکی، حاجي میراجان وايي، د ښوونې ریاست سره د خلکو مرسته ډیره اړینه ده، ځکه دوی په یواځې توګه له ټولو ښوونځیو څارنه نه شي کولی.

د ګرم سیر ولسوالۍ یو قومي مشر، حاجي علاوالدین وویل، په دغه ولسوالۍ کې د ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې د قومي مشرانو هڅو ښه پایله درلوده.

ده زیاته کړه، سږ کال ټولو ښوونیزو مرکزونو نوي کال ته چمتوالی نیولی و ترڅو ډیر زده کوونکي جذب کړي.

په ورته وخت کې د ګرشک ولسوالۍ یوه زده کوونکي، محمد کریم وویل، ډیر خوشحاله دی، چې د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانیسل شوي دي.

ده زیاته کړه: "زه، زما درې خویندې او دوه وروڼه ټول ښوونځي ته ځو. موږ په خپله ښوونځي د تللو پریکړه وکړه ترڅو ښه راتلونکې ولرو."