20
الأحد, تشرين1

طالبانو په ناوه او ګرشک ولسوالیو کې ماتې خوړلې

Typography

د هلمند والي حیات الله حیات له ازادۍ غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې په دغه ولایت کې میشت افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه توانیدلي، چې د دولت مخالفینو ته ماتې ورکړي.

IMG 7287

 

نوموړی وايي، چې طالبانو له ۱۰ موټر بمونو سره پر ګرشک ولسوالۍ برید وکړ، خو له درنې مرګ ژوبلې وروسته په شاه تګ ته اړ شول.

 

د هلمند د والي په خبره، د غوڅ ملاتړ هوايي مرستې په دغو دوو ولسوالیو کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو منظم پرمختګ ته لارهواره کړې ده او اوس طالبان له امنیتي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري.

 

ښاغلي حیات تیره ورځ ناوې ولسوالۍ ته تللی وو او هلته یې له امنیتي ځواکونو سره له نږدې وکتل او هغوی ته یې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د مبارکي وویله او د هغوی سرښندنې یې وستایلې.

 

په ورته وخت کې د ملي امنیت د ۱۷۰ قطعې قومندان سمونوال عصمت فیروز د هلمند سیمه ییزو چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې ناوه به په بشپړه توګه د وسله والو له شتون څخه پاکه کړي.

 

نوموړي زیاته کړه، چې د ده تر امر لاندې ځواکونه په هر ډول حالاتو کې د خلکو خدمت ته چمتو دي او د هیواد له هرې لویشت خاورې دفاع کوي ترڅو خلک په سوله کې ژوند وکړي.

 

په همدې حال کې د ناوې ولسوالۍ د شورا رئیس حاجي عتیق الله وايي، که څه هم طالبان تل هڅه کوي ترڅو امنیتي ځواکونه وننګوي، خو د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخامخ شوي دي.

 

نوموړی وايي، ولس تل د امنیتي ځواکونو ترڅنګ دریدلی ده او د سراسري سولې د ټینګښت لپاره به په هر ډول حالاتو کې له دغو ځواکونو ملاتړ وکړي.

 

د ګرشک ولسوالۍ یو اوسېدونکی، حاجي ولي جان وايي، پر دغې ولسوالۍ د طالبانو بریدونو خلک اندیښمن کړي وو، خو امنیتي ځواکونو ورته څرګنده کړه، چې د خپل سر په بدل کې به د خلکو امنیت ونیسي.

 

اوس ولس پر امنیتي ځواکونو ډیر باور لري، ځکه دغو ځواکونو په وروستیو جګړو کې خپل ځواک او وړتیا نندارې ته وړاندې کړه.