23
الثلاثاء, تموز

ولسمشر د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي وستایله

Typography

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتیژي وستایله. نوموړي وویل، د امریکا متحدو ایالتونو ستراتیژي د افغانستان په ګټه ده. نوموړي زیاته کړه، چې واشنګټن دې ته ژمن دی، د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته تر هغه وخته دوام ورکړي ترڅو دغه ځواکونه پر ځان بسیا شي.

Kandahar Governor General Zulmai Wesa giving his speech

د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال وکړې او د دې ولایت اوسېدونکو او افغانستان ته یې د ښو ورځو د رارسېدو ژمنه ورکړه. 

په ورته وخت کې د کندهار والي زلمي ویسا د خپلو لاسته راوړنو او د دغه ولایت د خلکو د اړتیاوو په اړه وینا وکړه.

نوموړي وویل: "اوس د کندهار ولایت امنیت ډاډمن دی، خو لا هم په ځینو برخو کې ستونزې شتون لري چې بدلون ته اړتیا لري. د ملي اردو ځواکونه باید ښه سمبال شي ترڅو په سویلي زون کې له بلواګرو سره ښه مقابله وکولی شي او خلکو ته ډاډمن امنیت ټینګ کړي."

په دغه غونډه کې د قبایلو چارو وزارت لپاره نومول شوي وزیر ګل اغا شیرزي هم ګډون کړی و. نوموړي وویل، افغان دولت د سولې خبرو اترو او قبایلو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکوي ترڅو دوی له دولت سره د سولې په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي شیرزي زیاته کړه، چې دی له دولت او ولسمشر څخه د ولس په څیر په ټول توان سره ملاتړ کوي.

د ده په وینا، د کندهار ولس تل له دولت څخه په هر حالت کې ملاتړ کړی او له اوسنۍ ادارې څخه به هم ملاتړ ته دوام ورکړي.

د کندهار د ولایتي شورا رئیس، قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او ښځو پر ولسمشر غږ وکړ، چې د کندهار په ښوونیز سیستم کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي او ولایتي اداره له فساد څخه پاکه کړي. دوی زیاته کړه، چې ولسمشر باید له کندهاري ځوانانو سره د دندو په پیدا کولو کې مرسته وکړي او ورته په دولت کې د رول لوبولو اجازه ورکړي.

دوی د بریښنا مسئلې ته هم اشاره وکړه، چې د تیرو ۱۶ کلونو په اوږدو کې د دغه ولایت اوسېدونکي یې له ستونزو سره مخ کړي وو او اوس هم دوام لري.

دغه راز ښځو د کندهار د زندان په اړه شکایت وکړ او ویې ویل، چې په دغه زندان کې د ښځو لپاره اړینې اسانتیاوې شتون نه لري.

خو ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به هوارې کړي.

نوموړي وویل، د کندهار د بریښنا ستونزې د هواري لپاره ۴۷۶ میلیونه ډالر ځانکړي شوي دي، چې دغه موضوع به ډیر ژر حل شي.

د ده په خبره، چې د کندهار ښار لپاره د لمریزې بریښنا په برابرولو باندې هم کار روان دی. 

د هیواد ولسمشر پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي او ویې ویل، چې دوی له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي. نوموړي د کندهار د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د شهید شویو سرتیرو روح ته دعا وکړه.