17
الخميس, تشرين1

د هلمند لرې پرتو سیمو کې روغتیایي اسانتیاوې

Typography

د هلمند ولایت په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په لښکرګاه ښار کې ۷۰ نارینه او ښځينه وو د نرسینګ او عالي قابلګۍ له څانګو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

HMD Photo Helamnd Public health authorities says in remote areas will provide health facilities to the civilians 9

 ویل کېږي، چې د فارغو شویو کسانو نیمایي یې ښځې دي.

د هلمند ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر مولاداد توبه ګار وايي، چې نوي فارغ شوي کسان به په ولسوالیو کې په دندو وګمارل شي.

د عامې روغتیا چارواکي وايي، چې دمګړۍ په ولسوالیو کې روغتیایي کارکوونکو ته زیاته اړتیا ده.

د روغتيايي چارو د انستيتوت امر ډاکتر راز محمد سعید وايي، په ټولنه کې نرسانو او قابلو ته ډيره اړتیا لیدل کیږي او هڅه کوي ترڅو دغه انستیتوت ته نورې څانګې هم ورزیاتې کړي.

د هلمند والي حيات الله حيات وویل، چې د روغتیايي مسوولینو ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې د هلمند ولایت ټولو سیمو کې ولسي وګړو ته روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي حیات زیاته کړه، چې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د قابلو هڅې به د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه کړي.

فارغو شویو قابلو او نرسانو هم د رښتیني خدمت ژمنه وکړه او ویې ویل، چې په ولسوالیو کې د دندو پرمهال به له پوره رښتینولۍ څخه کار واخلي.

په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي کارکوونکو شتون به د ولسي وګړو لپاره ګڼې روغتیايي اسانتیاوې رامنځته کړي.