17
الخميس, تشرين1

د مخدره موادو پر فابریکې هوایي بریدونه او د طالبانو نوې هلې ځلې

Typography

په داسې حال کې چې د مخدره موادو پر فابریکې هوایي بریدونه دوام لري، په هلمند ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي وسله وال طالبان د مخدره موادو د تولید لپاره نوې هلې ځلې پیل کړي دي.


د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو خپلو قاچاق کوونکو او د نشه يي توکو کاروباریانو ته په ښکاره توګه د يوې خبرتیا په خپرولو سره خبر ورکړی دی، چې خپل د نشه يي توکو مرکزونو باندې غور وکړي او په داسې ځایونو کې يې جوړ کړي چې د امنیتي ځواکونو چورلکې يې په نښه نه کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دوي دغه خبرتیا چې له بلا ډېرو املايي او انشايي تېروتنو ډکه ده، دا جوتوي چې دوی د ناروا او د نشه يي توکو د قاچاق او کاروبار سخت پلویان او ترسره کوونکي دي.د ولایت مقام په وینا، طالبان پدې ښه پوهیږي چې د نشه یي توکو د بازار ګرمول د میشتو ولسونو او په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره پر اعتیاد سربیره پراخ روغتیايي زیانونه لري، خو دوئ بیاهم دې ناروا کاروبار ته وده ورکول غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ او امریکا پوځ لوی قوماندان تیره اونی خبریالانو ته وویل چې  په تیرو درې ورځو کې د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې یواځې طالبانو ته تر ۱۰ میلیون ډالر مالي زیان اوښتې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې په دغو هوایي بریدونو کې د طالبانو ملاتړې هم سخت مالي زیان لیدلي دي او په مجموعي توګه طالبانو او د هغوي ملاتړو ته ۴۸ میلیون ډالر مالي زیان رسیدلی دی.