په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ کېږي، د خوست ولايت شاوخوا پنځه زره اوسېدونکو د قومي مشرانو او ديني عالمانو په ګډون په يوه غونډه کې له افغان ملي امنيتي ځواکونو  خپل ملاتړ اعلان کړ. ددغې غونډې ګډونوالو ټينګار وکړ چې د هېواد امنيتي ځواکونه د اسلامي لارښوونو په رڼا کې له خپلو خلکو او خاورې دفاع کوي.

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د تېرې مياشتې له چاڼيزو عملياتو وروسته د دغه ولايت اوسېدونکو په ډېرو پرتمينو مراسمو  کې د ملي او دفاعي ځواکونو برياليتوب ولمانځه.

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند کاریزنو سمیه کې د افغان امنیتي ځواکونو د هوايي برید په پایله کې چې د طالب ترهګرو په یوه پټنځای یې ترسه کړ، د ترهګرو ۹ تنه مشهور قوماندانان په نوم د ملا صاحب خان مشهور په سلیمان، د طالب ترهګرو د آب بند، قره باغ او مقر ولسوالۍ د استخباراتو مسوول ملا خیر محمد، ملا نصرت الله مشهور په دلاور، ملا نسیم، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ لپاره د طالب ترهګرو نظامي مسوول ملا اکمل، مولوي خلیل، او درې تنه نور پاکستاني تبعه ترهګر چې ترهګرو د روزنې، ځان وژونکي واسکټونو د جوړونې، د ماینونو ځای پرځاي کولو او د ډلیزو ترهګریزو بریدونو پلانوونکو حافظ مشهور په جهانګیر، کامران او شوکت علي خان په دغه هوايي برید کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې "د غوڅ ملاتړ د ماموريت" عمومي قومندان جنرال جان نيکلسون د ملي دفاع له وزير ډګر جنرال عبدالله حبيبي او يو شمېر نورو جګپوړو دولتي چارواکو سره يو ځای له کندهار ولايت څخه د وروستۍ لېدنې پر مهال د دغه ولايت له ديني عالمانو، قومي مخورو او د خلکو له استازو سره وليدل.

په پکتیکا ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ۱۴پروژو په پلې کېدلو سره ۲۳۳۹کلیوالي کورنیو لازمو آسانتیاوو ته لاسرسی وموند.

د پکتیکا ولایت په مرکز، شرنه کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ جوړ شوي ګردي میز کې سیمه ییزو مشرانو او دیني عالمانو وویل چې، په تصمیم نیولو کې د ښځو ګډون به د پرمختګ او سولې هڅې ډاډمنې کړي.

المزيد من المقالات...