د هېواد خدمت ته ليوالتيا

Typography

joining-andsf

په دې وروستيو کې هيواد ته د خدمت لپاره زرګونو ځوانانو د لويديځ زون د جلب او جذب د مرکز په ګډون په ټول هيوادکې د ملي پوځ د جلب او جذب په مرکزونو کې نوم ليکنه کړې ده.

 د هرات ولايت اوسېدونکى غلام رسول چې نوى يې واده کړى او دوه کاله يې په يوه ښوونځي کې لوست هم ورکړى داسې وايي:“دوه کاله ښوونکى وم او تل به مې زړه غوښتل چې د افغانستان د ملي پوڅ سرتيرى شم، نن مې د ملي پوځ له ليکو سره په يوځاى کېدو د خپل زړه غږ ته هرکلى ووايه.” غلام رسول د هرات په پوهنتون کې د دري ادبياتو په برخه کې زده کړې کړي دي، خو نن يې د افغانستان د زرګونو زړورو نجونو او هلکانو په شان پرېکړه کړې چې د افغانستان د ملي پوځ سرتيرى شي.

د ملي اردو کاروانونه هره ورځ د لرو پرتو سيمو د امنيت د ټينګښت په موخه تلل، دې کار غلام رسول هڅاوه چې دى هم له دې کاروان سره يوځاى شي او د خپلو خلکو ساتنه وکړي. د ملي پوځ له ليکو سره د يوځاى کيدو له امله د غلام رسول کورنۍ د هغه هر اړخيز ملاتړ کړيدی. نوموړي وويل لومړى يې کورنۍ او مېرمن ور سره همغږي نه وو، خو کله چې يې معلومات ورکړل چې د يو غښتلي او روغ افغان په توګه به د خپل هيواد ساتنه کوي ، نو هغوى هم درک کړه چې د هېواد راتلونکې زموږ په لاس کې ده او بايد لاس په کار شو.

 نوموړي زياته کړه:“ زما موخه هيواد ته خدمت او د اورپکو د هغو هڅو شنډول دي چې غواړي زموږ هيوادوال خپلو موخه ته پرې نږدي.” له بيلابيلو توکمونو څخه زرګونه افغانان د ملي پوځ له ليکو سره يوځاى کېږي.


joining-andsf-1 د هېواد په لويديځ زون کې د ملي اردو د جلب او جذب د مرکز قومندان جنرال محمد نادر عظيمي ددې مطلب په ويلو سره آزادۍ غږ مجلې ته وويل:“ د هيواد د لوديځ زون له بيلابيلو برخو زيات شمېر ځوانان تر آزموينې وروسته زده کړې کوي، سرتيري د بېلابېلو قومونو څخه دي، خو کله چې دوى د ملي پوځ سره يوځاى کېږي نور نو د توکم او سمت په اړه فکر نه کوي او په دې باور دي چې ټول افغانان دي او د يوه هېواد لپاره کار کوي.”

د عظيمي په خبره نويو سرتيرو ته هر اړخيزې زده کړې ورکول کېږي، نوموړي داسې وويل: “ موږ مسلکي ښوونکي لرو چې د پراخو ښوونيزو پروګرامونو د پرمخ بېلو وړتيا لري. سرتېري د زده کړو پر مهال د سواد د زده کړې، عقيدتي چارو، روغتيايي خدمتونو سربيره د بېلابېلو وسلو د سمې ګټې اخيستنې په بېلابېلو مسلکي کورسونو کې برخه اخلي.”

نوي سرتيري د زده کړو پر مهال مياشتينۍ تنخا هم تر لاسه کوي خو له زده کړو تر فارغيدو وروسته دغه تنخا نوره هم زياتيږي. جنرال عظيمي وويل: “ نويو سرتېرو ته له هماغه لومړۍ ورځې معاش ورکول کېږي او په ښوونيز پړاو کې هم له تنخا برخمن دي ، همدا ډول کله چې دندو ته ګمارل کېږي سفريه هم ورکول کېږي.” نوموړي وويل:“د سرتيرو کورنيو د کورنيو څخه څارنه او پالنه زموږ په لومړيتوبونو کې دى، د هغو سرتېرو او افسرانو له کورنيو سره چې شهيدان کيږي بې له ځنډه مالي مرسته کېږي او حقوق يې کورنيو ته ورکول کېږي. ټپي شوي افسران او سرتيري د درملنې په وخت کې خپله تنخا تر لاسه کوي او همدا شان د ملي پوځ معيوبينو ته تر درېو کلونو معاش ورکول کېږي.”