18
السبت, تشرين2

سرحدي پوليسو ته ‌ډېرې زده کړې

لویدیځ
Typography

training-course-for-anbpد ملګرو ملتونو سازمان د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په همکارۍ د افغانستان په لويديځ زون کې د سرحدي پوليسو د وړتياوو د لوړلو په موخه لس ورځينى ورکشاپ جوړ شو. په ټول افغانستان کې ددې ډول ورکشاپونو جوړول د نړېوالې ټولنې د مرستو د دوام ښکارندوى دي.

د افغانستان سرحدي پوليس چې د امنيتي ځواکونو يوه مهمه برخه جوړوي، د افغانستان د ښارونو او ولسواليو د امنيت د ټينګښت مسؤوليت لري. دغه ځواکونه د خلکو امنيت ټينګښت، د اورپکو خلاف او د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد د عملياتو، د جرمنو د څېړنې او د هېواد د سرحدونو د ساتلو مسؤوليت پر غاړه لري.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر دغه ورکشاپ چې د قاچاق او غير قانوني سوداګرۍ د مخنيوي په موخه جوړ شوى و، سرحدي پوليسو ته په کې د سرحدونو د ساتنې او کنټرول او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې زده کړې ور کول شوې.
د افغانستان د سرحدي پوليسو يو پوځي امير الله چې د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په دغه ورکشاپ کې برخه اخيستې وه، له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې د مرستو په اړه داسې وويل:“ په دې ورکشاپ کې مو ډير څه زده کړل او د سرحدونو د ساتنې او له نشه يي توکو سره د مبارزې په پرخو کې مو پوهه ډيره شوه. هغه زياته کړه:“ د نړېوالې ټولنې ددغو ګټورو سيمينارونو په جوړولو سره کولى شو د خپلو دندو په اړه ښه وپوهېږو. زه ډاډه يم چې په دې کار سره به امنيتي حالت ډاډمن شي او په پايله کې به بريالي شو.”
اميرالله وويل:“ ددغه ورکشاپ په ښوونيز نصاب کې د نشه يي توکو د ناوړه اغېزو، د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره د مبارزې، د نشه يي توکو د پيژندنې او د هغو ناقانونه کيمياوي توکو په اړه چې د نشه يي توکو د جوړيدو لپاره کارول کيږي مسايل شامل وو. موږ د افغانستان د پرمختګ په موخه د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه يي توکو سره د مبارزې د دفتر په مرستو خوشاله يوو.”
د افغانستان د سرحدي پوليسو د ٧٠٥ زون قومندان محمد جمعه عديل د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه يي توکو سره د مبارزې دفتر د همکارۍ څخه د مننې تر څنګ وويل:“ ددې ورکشاپ سره زموږ د امنيتي ځواکونو وړتياوې لوړې شوې او زموږ خلکو ته يې يو ځل بيا ور په ياد کړه چې د نړېوالې ټولنې غړي هېوادونه د افغانستان د امنيتي ځواکونو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.”
د ښځو او نارينه وو په ګدون افغانستان د سرحدي پوليسو ٥٠ تنه پوځيان او له نشه يي توکو سره د مبارزې د ډيپارټمنټ غړي د وړتياوو د لوړيدو له هغه ورکشاپ څخه فارغ شول چې د تکړه روزونکو له خوا ورته زده کړې ورکول کېدلې.عديل ددې خبرې تر څنګ وويل:“ اوس ددغه ورکشاپ فارغان ددې وړتيا لري چې وپوهېږي څنګه په مسلکي توګه خپلې دندې تر سره کړي او څنګه په ټولنه کې د نشه يي توکو د توليد او قاچاق سره مبارزه وکړي. نوموړي په پاى کې وويل:“ موږ د خپل هېواد د قانون ساتونکي يوو.”