بامیانو کې د ۳۲ پروژو پلي کول

Typography

bamian-2007

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ۳۲ ټولګټو پروژو کار د بامیانو ولایت کې بشپړ؛ (۱۷۲۱) کلیوالي کورنیو د پام وړ اسانتیاوو ته لاس رسی وموند.

دغو پروژو کې د ۴۸۰ متره کلیوالي سړک احداث او کریړ اچول، د ۴ ټولنیزو مرکزونو، ۴۷۰ متره اوبو رسولو شبکې، ۴۸۵ متره محافظوي دیوال، ۴۱۰ متره کرهنیز کانال، پلګوټو جوړول او د څښاک پاکو اوبو ۸ څاګانو کیندل شامل دي چې د(۲۱) ملیونه او(۷۴۴) زره افغانیو په لګښت  د ملي پيوستون پروګرام له خوا د یکاولنګ ولسوالۍ او د بامیانو ښار خوا و شا کې پلې شوې او د خلکو د ګټې وړ ګرځېدلې دي.