په غور کې د سولې له بهیر سره ۱۹ مخالف یوځای شول

Typography
joining-peace-proccess-1

د غور پولیس وايي چې د دولت ۱۹ مخالفینو له تاوتریخوالي څخه لاس اخیستی او د سولې له بهیر سره یوځای شول.

د غور د امنیې قومندانۍ سرپرست محمد زمان عظیمي وايي چې دغه کسان د قومي مشرانو په همکارۍ د امنیتي ځواکونو د هڅو او کوښښونو په پایله کې له دولت سره یوځای شول. هغه زیاته کړه چې ملا نور احمد د طالبانو یو سیمه‎يیز قومندان هم د دغو کسانو په ډله کې دی. تېره ورځ کابو ۱۲۰ طالب وسله‎وال چې دوه ورځې وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د دولتي ځواکونو د عمالیاتو په ترڅ کې د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش او پښتونکوټ ولسوالیو کې اسیر او تسلیم شوي وو نن یې په رسمي توګه خپلې وسلې دولت ته وسپارلې او د سولې له بهیر سره یوځای شول.