په فراه کې د یوې بلې پروژې پرانیسته

Typography

mrrd

په فراه ولایت کې د ملي پیوستون پروګرام د اداري واحد دودانۍ چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې ودانۍ په درې پوړونو کې ،په پاخه او اساسي ډول ، د څه د پاسه ۳۹۳ مربع متره ځمکې په ساحه کې د ۱۷ میلیونه او ۴۲ زره افغانیو په ارزښت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له بودجې څخه د یو کال په اوږدو کې بشپړه شوې ده . د دې وانۍ دګټې ته سپارلو په مراسمو کې ، د فراه والي محمد آصف (ننګ) ،  د ولایت د شورا مرستیال خیر محمد (نورزایي ) د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رییس انجنیر عبدالروف ، د دولتي ادارو یو شمېر رئیسانواو د پرمختیایي شوراګانو غړو هم ګډون درلود.