د ټکنالوژۍ

Typography

HRT-university-exibitionد هرات ولايت د انجنيري پوهنځي فارغانو نندارې ته د خپلو نوښتونو په وړاندې کولو سره خپل فراغت ولمانځه. ديرشو فارغانو په دغه نندارتون کې د نويو صنعتي او اقتصادي وړتياوو په برخه کې خپل نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل. ميکاټرونيک يوه ځانګړې رشته ده چې د مهندسۍ ( ميخانيک او الکټريک) د څو څانګو څخه جوړه شوې او د ټکنالوژۍ د پراختيا برخه کې زياته کارول کېږي.

د هرات د پوهنتون د انجنيري پوهنځي مرستيال پوهنمل محمد ناصر وويل او ددې نندارتون يو سمبالوونکي وويل:“ نندارې ته زموږ د محصلينو د نوښتونو او د دوی د ژمنې د پايلو له وړاندې کيدو څخه مالوميږي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او دفاعي او امنيتي ځواکونه د يوه پرمختللي هيواد لپاره چې د تخنيکي انجنيري د ودې لپاره مناسبه فضا ولري ، هڅه کوي.” په دغه نندارتون کې د ډيرو فابريکو خاوندانو هم برخه اخيستې وه څو د انجينيري پوهنځي د فارغانو نوښتونه وګوري او په خپلو فابريکو کې يې جذب کړي. ميکاټرونيک د ميخانيک، برق، مخابراتو ، کنټرول او کمپيوټر او انجنيرۍ برخې په ځان کې رانغاړي . د نويو مهارتونو په زياتېدو سره انجينيرانو ته غوښتنه ډيريږي او له ميکاټرونيک انجنيري څخه موخه د انجينيرۍ د ټولو څانګو يوځای کيدل دي. پوهنمل محمد ناصر زياته کړه:“ اوس په افغانستان کې داسې انجنيران لرو چې ودانۍ جوړوي او يا هم پرمختللي وسايل رغوي.” پخوا به د صنايعو خاوندانو د خپلو وسايلو د رغولو په موخه له بهر څخه انجنيران را غوښتل. ښاغلي ناصر زياته کړه:“ موږ د هېواد پرمختګونه او د خلکو وړتياوې او نوښتونه نندارې ته وړاندې کوو.” د کاپيسا ولايت اوسېدونکي ٢٦ کلن حفيظ الله يو موتر جوړ کړى چې د لمريزې برېښنا په واسطه کار کوي. نوموړي وويل:“ موږ د خپلو نوښتونو او وړتياو په کارولو سره او د ملت له خوا د را کړل شوي وخت څخه په ګټه اخيستنه کولى شو د خلکو ژوند ښه کړو، د ژوند معيارونه لوړ کړو او خپل چاپيريال وساتو.” د هرات ولايت له ميکاټرونيک ديپارتمنت څخه ښځينه او نارينه فارغان کولى شي د پرمختللي ټکنالوژۍ په کارولو او د خپلو وړتياوو په مرسته هيواد او خلکو ته خدمت وکړي.