په هرات کې د سولې تياتر

Typography

street-theatre-in-Heratد هرات د سولې عالي شورا د سولې د ارزښت په اړه د خلکو د پوهاوي د لوړولو په موخه د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د واټ پر سر د تياتر نندارې جوړي کړې. د تياتر دا ډول نندارې د عامه پوهاوي د لوړولو په برخه کې تر ټولو اغېزمنه لاره ثابته شوې ده، ځکه ليدونکي يې په ډېره ولوله او شوق له ليدو خوند اخلي.

د هرات د سولې عالي شورا رئيس مولوي غلام سرور د دې تر څنګ چې د واټ پر سر تياترونه د دوديزو، کلتوري او د بېلابېلو قومونو د رواجونو پر بنسټ جوړ شوي، وويل: “ خلک له هغو نندارو چې د سولې پيغام رسوي، خوند اخلي. په دې ډول نندارو لوستي او نالوستي خوشاله کيږي. دوی تل د سولې د هغو پيغامونو ستاينه کوي چې ښيي خلک د سولې تږي دي او دوی پوهېږي چې سوله او نيکمرغي دوی ته په څه معنا ده.” تياتر او تمثيلي ټوټو د لرغونو دودونو په شان، له پيړيو راپديخوا افغانان خوشاله کړي او د ستونزو او ټولنيزو مشکلاتو پرمهال يې د خلکو په يوځای کيدو کې مهمه ونډه درلودلې ده. مولوي سرور پر بلواګرو غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې له بهير سره يو ځای شي: “ د سولې ورونه د خپه وروڼو پر مخ پرانيستې دي.” ده څرګنده کړه : “دا د واټ د سر د سولې تياتر پيغامونه دي چې نندارچيان يې د ترهګرو تر غوږونو رسول غواړي څو هغوی وهڅول شي د سولې لارې په غوره کولو عادي ژوند ته ستانه شي.” د سولې او سوله ييز ژوند په اړه د عامه پوهاوي لوړول کولای شي اورپکي قانع کړي چې د سولې له بهير سره يو ځای شي او له حکومت سره همکاري وکړي. حکومت به د تياتر نندارو دغه پروګرام د هرات نورو ولسواليو ته هم وغځوي، ځکه د سولې شورا يې له پايلو راضي ده. د هرات د تياتر مدير او د سولې تياتر يو ممثل فريدون فکوري وويل:“د تياتر له پايته رسېدو سره سم خلک راځي او نورې پوښتنې را څخه کوي. زموږ د تياتر د يوې نندارې موضوع دا وه چې له پوليسو سره همکاري کولای شي د کلو د خونديتوب لامل شي. يوه کس له ما څخه د پوليسو د 119 شمېرې په اړه معلومات وغوښتل. کله مې چې د تياتر په پای کې معلومات ورکړل، ډېر خوښ شو.” ښاغلي فکوري زياته کړه: “دا ډول تياترونه د ماشومانو په ګډون نندارچيانو ته د سولې او جګړې لاملونه او اغېزې بيانوي او تر څنګ يې د ريښتيني ژوند غوره کولو يوه ښه لاره انځوروي. خوشاله يم چې په هر ولايت کې د هر تياتر په پايته رسېدو سره خلک سوله ستايي او تاوتريخوالی غندي.”