کلیوالو ته د اسانتیاوو برابرول

23 Uplift Projects Completed in Herat Province

Typography

retaining-walls

هرات ولایت کې د(۲۳) بېلابېلو ټولګټو پروژو د کار په سرته رسېدو سره د نږدې(۳۷۰۰) کلیوالي کورنیو محیطي ستونزې حل شوې.

یادو پروژو کې د ابتداییه ښوونځي، ټولنیزو مرکزونو، د اوبولګولو کانالونو، محافظوي دیوال، د زراعتي اوبو زېرمې، پلګوټو او د څښاک او اوبولګولو شبکو جوړول شامل دي چې د  کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ملي پيوستون پروګرام له خوا د(۲۴) ملیونه او (۹۷۶) زره افغانیو په لګښت د هرات ولایت د غوریان او ګلران ولسوالیو کې بشپړې او د کلیوالو د ګټې اخیستو وړ ګرځېدلې دي.