18
السبت, تشرين2

په افغانستان کې د پرمختیايي پروژو له تطبیق څخه د هسپانیې هېواد د مالي ملاتړ اعلان

لویدیځ
Typography

drinking-water

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني په افغانستان کې د هسپانیا هېواد د هستوګن سفیر ایمیلو (پرېز دی اګریدا) سره کتنه او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیايي پروګرام استازی او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام رییس هم حاضر وو، د پرمختیايي او پراختیایي پروګرامونو، په ځانګړې توګه د افغانستان په کلیوالي ټولنه کې د پرمختیايي پروژو په تړاو بحث او خبرې اترې ترسره شوې، ښاغلي دراني په بادغیس ولایت کې د اوبو رسولو د پروژو د ترسره کولو په برخه کې د هسپانیا هېواد له مرستو، په ځانګړې توګه د بادغیس مرکز قلعه نو د اوبو رسولو د پروژې د تطبیق د کار له دوام څخه د قدردانۍ څرګندونه وکړه.ورپسې، د موضوع په اړوند د اوږدو او جامعو مالوماتو د وړاندې کولو وروسته، د یادې پروژې لومړی پړاو د دواړو لورو د تائید سره سم بشپړ وګڼل شو، د پروژې دویم پړاو هم د کار د ۹۳ سلنې پرمختګ په شمېرلو سره نهايي وبلل شو.په همدې توګه دواړو لورو د پروژې د دریم پړاو د تطبیق لپاره د بودجې د تدارک په اړوند خبرې وکړې، په پایله کې د هسپانیا هېواد سفیر ژمنه وسپارله چې متبوع هېواد به یې د ۱،۲ ملیونه ډالرو په مرستې سره، د یادې پروژې د تر سره کولو لپاره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره مرسته کوي.د یادولو وړ ده چې د قلعه نو د اوبو رسولو د شبکې د دریم پړاو د کار په ترسره کولو سره، د بادغیس ولایت د مرکز او کلیو شاوخوا ۶۰ زره کلیوالي اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی مومي.