غور کې د(۱۶) پروژو پلي کول

Typography

facility-for-rural-ereas

د غور ولایت خوا و شا کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزرات، (۱۶) ټولګټې پروژې بشپړې؛ (۲۵۶۲) کلیوالي کورنیو محیطي ستونزې یې حل کړې.

یادو پروژو کې د کرهنې اوبو زېرمو جوړول، کلیوالي سړکونو باندې کریړ اچول، د پلګوټو او محافظوي دیوال جوړول او د څښاک اوبو د څاګانو کیندل شامل دي چې د(۲۶) ملیونه او(۸۴۰) افغانیو په لګښت د ملي پيوستون پروګرام له خوا د غور ولایت د تولک، دولتیار او چغچران ولسوالیو کلیو او بانډو کې بشپړې او د ځايي اوسېدونکو د ګټې اخیستنې وړ وګرځېدې.