فراه د ډېر پرمختیايي پروژو سره

Typography

mrrd

د فراه په ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ۲۶ ټولیزې پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

په یادو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول او کرېړ اچول، د پلګوټو، استنادي او محافظوي دیوالونو، د اوبو لګولو د کانالونو او حقابو جوړول او د څښاک د اوبو د څاګانو کيندل شامل دي چې د ۲۳ ملیونه او ۹۵۸ زره افغانیو په ارزښت د ملي پیوستون پروګرام له لارې د بالا بلوک، پرچمن او د هغه ولایت په مرکز کې بشپړې او د ۳۵۶۵ کلیوالي کورنیو د ګټې اخستنې وړ وګرځېدې.