18
السبت, تشرين2

کلیوالو ته د ژوندانه اسانتیاوې

لویدیځ
Typography

road-construction

د هرات ولایت د انجیل، ګذره، کرخ او رباط سنګی ولسوالیو،(۱۴۰) کلیو کې،(۱۵) زره کسان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي صنایعو پرمختیا ملي پروګرام د تولیدي ګروپونو، د سپما ګروپونو، د قریوي بانکونو او د وړو او متوسطو تشبثاتو څخه ګټه مند شوي دي.

د هرات ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس، د انجیل ولسوالۍ د سرای نو کلي کې د کلیوالي صنایعو پرمختیا ملي پروګرام د تولیدي او سپما ګروپونو، د قریوي  بانک او وړو او متوسطو تشبثاتو   څخه د لیدنې په ترڅ کې د دغه پروګرام کار مثبت وارزاوه. د انجیل ولسوالۍ د سرای نو کلي کې (۱۳) د سپما ښځينه او نارینه ګروپونه، د زعفران د تولید (۵)ګروپونه، یو د مالداري ګروپ، یو د سبزیو د کرلو گروپ، یو قریوي بانک او د زعفرانو یو کوچنی تشبث د کلیوالي صنایع ملي پروګرام له خوا ایجاد شوي دي.