18
السبت, تشرين2

په هرات ولایت کې د روڼتیا د پراختیا او د پرمختګ د ودې په موخه تیره اونۍ سیمه ییزو مشرانو د یوناما په ملاتړ جوړې شوې غونډې پر مهال د دې ولایت له والۍ سره وکتل

لویدیځ
Typography

Herat-Government

په دې غونډه کې د هرات ولایت د مدني ټولنې، اکاډمیکو بنسټونو او رسنیو څخه شاوخوا ۷۰ کسانو برخه اخیستې وه. یو شمیر ګډونوالو د شینډنډ او روبات سنګی ولسوالیو په ګډون له لر میشته سمیو څخه په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.

د دي ولایت والي، ښاغلي محمد آصف رحیمي له سیمه ییزو مشرانو سره د شته ستونزو او ددوی د سپارښتنو په اړه بحث او خبرې اترې وکړي، چې دولت باید د فساد پر وړاندې د مبارزې، د خصوصي سکتور ودې، د ښځو د حقونو د تامین او معلوماتو د لاسري په برخو کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي. ښاغلي رحیمي وویل: ” د مدني ټولنې ادارې د دولت د فعالیتونو څخه د څار او په پراختیایي چارو کې د سپارښتنو په برخو کې حیاتي رول لري. له دې امله به زه ستاسو سپارښتنې د لا ښې حکومتولۍ او د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې په جدي توګه په پام کې ونیسم. “